په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن دوشنبه د مرغومی په ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ځمکو دغه برنامه د ویش لړۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د افغانستان بانک ادارو مسوولینو، اوسپنې پټلې ، بدني روزنې، د د ایکندي ولایت مقام، د یاد ولایت ځينو ادارو رییسانو، یو شمېر مهاجرینو او راستنو شویو په شتون کې پیل شوه.
فطرت وویل: له څلور لسیزو جګړو وروسته اسلامي امارت واک ته ورسېده، جګړه یې ختمه کړه او ټول هېوادوال په ارام ژوند تېروي. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د یو مسوول نظام په توګه خپل ټول توان په کار اچولی څو مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی لپاره د دایمي مېشتېدنې امکانات برابر کړي.
ده وویل: طرزالعمل له بشپړېدو وروسته د سرپرست حکومت د رهبر له لوري توشیح شوی او هغه مهاجرین چې د سرپناه ستونزې لري دغه ستونزې به یې حل شي.
د دايکنډي والي مولوي نجيب الله رفيع هم هم مهاجرینو ته ډاډ ورکړ، چې د مشرانو له لارښوونې سره سم به ځمکې په عادلانه توګه مستحقو کسانو ته وویشل شي. هغه زیاته کړه: د فخر ځای دی چې په دې کم وخت اسلامي امارت ټولو مسایلو ته متوجه دی او د مهاجرینو ستونزې یې په اساسي توګه درک کړې دي.
د دايکنډي والي له موسسو هم وغوښتل، چې دغه پروژې په اساسي توګه جوړې کړې. د خلکو په استازيتوب امان الله توحيدي وويل: د دایکندي خلک له فقر، بې وسۍ او محرومیت له امله ډېر ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment